د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د والېبال ټورنمنټ پیل شو
د ننګرهار ولايت ورزش رياست په همغږۍ د کوچيني اختر په مناسبت د ١٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.
د دغه ټورنمنټ په دوام تېره ورځ دوې لوبې وشوې په لومړۍ لوبه کې بوډيالۍ لوبډلې شګې لوبډلې ته ٢-٠ ماتې ورکړه.
دوهمه لوبه د سپين غر او ذاخېلو لوبډلو ترمنځ وشوه چې ٢-٠ سپين غر لوبډلې وګټله.
دغه ټورنمنټ به لس ورځې دوام وکړي.
