د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۳ لمریز کال د ورزشي کړنو او لاسته راوړنو راپور

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۲۰:۴۴
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۳ لمریز کال د ورزشي کړنو او لاسته راوړنو راپور

ننګرهار ولایت د ورزش په ډګر کې د هېواد یو له مهمو ولایتونو څخه دی، چې ډېر ورزشکاران لري او د هېواد په کچه یې د ورزش په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په ۱۴۰۳ لمریز کال کې په مرکز او ولسوالیو کې د المپیکي، غیر المپیکي او دودیزو لوبو په برخه کې ټولې ۲۲۴ سيالۍ کړې دي، چې ۸۵ یې په مرکز او پاتې ۱۳۹ سیالۍ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

همداراز د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ورزشي برخو ۱۶۴ ورزشکارانو د ۱۴۰۳ کال په ملي او ولایتي سیاليو کې ګډون کړی او ښې لاسته راوړنې یې لرلې دي، چې اوس مهال یې د هېواد په کچه په مختلفو برخو کې ۶۶ ورزشکاران د ملي لوبډلو غړیتوب لري.

دغه راز د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د والیبال، سوک وهنې او تکواندو ۱۳۵ تنو لوبڅارانو او روزونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې ښوونیز سمینارونه ورکړل شوي دي. د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اوس مهال ۲۳ فدراسیونونه او ۲۲۲ کلبونه فعالیت لري، چې ټولټال ۲۲۲۰۰ ورزشکاران پکې په ورزش او تمرین بوخت دي.

د دغه ولایت له مشهورو برنامو یوه یې د والیبال سيالۍ دي، چې د ثور میاشتې پر پنځلسمه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې او زرګونه خلک یې نندارې ته راغلي وو.

همداراز په لعل پورې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ وې، چې ګڼ مینوال یې نندارې ته ورغلي وو، د خراسان پوهنتون د ورزشي اوونۍ ورزشي برنامه، چې د مختلفو برخو ورزشکارانو پکې سیالۍ ترسره کړې وې او د یاد ریاست رهبري پکې ګډون کړی و.

د دغو سیالیو ترڅنګ پکې د پارکور، سوک وهنې فوټبال، پهلوانۍ او نورو ورزشي برخو لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره شوې او د دغه ولایت د زرګونو خلکو د تفریح سبب شوې دي.

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او خصوصي سکتور په مالي مرسته په دغه ولایت کې په روان کال کې د بیا رغونې په برخه کې د ۱۷۴۸۵۷۶ يو میليون اته سوه اته څلوېښت زره پنځه سوه شپږ اویا افغانیو په ارزښت، د یاد ریاست د ودانۍ د بیا رغوونې، د باسکټبال او ویلچر باسکټبال د میدانونو د رغولو چارې ترسره شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS