د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د (۱۴۰۱) کال ورزشي فعالیتونه او لاسته راوړنې
ننګرهار ولایت ټولټال ‹۲۷› فدراسیونونه لري چې له جملې یې ‹۱۷› فعال او پاتې ‹۱۰› فدراسیونونه یې غیر فعال دي. د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د ورزش د ودې او پرمختګ په برخه کې د خپلو هڅو او کوښښونو په مټ، پر کمو ورزشي امکاناتو باوجود توانېدلی دی، چې بشپړ پرمختګ او لاسته راوړنې ولري.
ورزشي امکانات، لوبغالي او لوبغاړي:
ننګرهار ولایت چې په تېر نظام کې هیڅ توجو نه ده ورته شوې، د نوي نظام له راتګ سره سم د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې یو ورزشي جمنازیوم، چې د چارو ادارې له لوري جوړ شوی و، ورزش ریاست ترې تسلیم کړ او همدا یو باب جمنازیوم د ننګرهار ریاست په واک کې لري. همدارنګه ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې (۱۸۰۰۰) کسیز فوټبال سټیډیوم لري، چې زیاته برخه یې تخریب شوې وه، اوس د مرکز په همکارۍ تر ډېره ترمیم شوی دی. ورسره په خوا کې یو بل ورزشي جمنازیوم چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې له تېر څخه په نقشه کې نيول شوی و، اوسمهال یې کار ۵۰% سلنه شوی او ۵۰%سلنه کار یې پاتې دی.
ننګرهار ولايت ټول رسمي ۴۱۳۹۰ ورزشکاران لري، چې په دې کې يې ۱۵۰۰۰ يوازې د ټېپ بال فدراسون لوبغاړي دي.
فعالیتونه:
ملي سیالۍ:
په ننګرهار کې د درېوو فدراسيونونو ملي انتخابي سيالۍ ترسره شوي دي:
۱: د زورخانه یي ملي انتخابي سیالۍ
۲: د ووینام ملي انتخابي سیالۍ
۳: د بوکس ملي انتخابي سیالۍ
سپورټي مېلې:
۱: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د حوت ۲۸ د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت سپورټي مېله ترسره شوه، چې د ۱۶ فدراسیونونو ورزشکارانو پکې ګډون کړی و او خپل نمایشات یې وړاندې کړل.
۲: د ننګرهار ولایت د خراسان پوهنتون په همکارۍ او انګړ کې د سپورټي اوونۍ په نوم سپورټي جشن ترسره شو، چې د ۱۹ فدارسیونونو ورزشکاران پکې موجود وو.
دودېزې لوبې:
په تېر کې چې ننګرهار ولایت هیڅ عنعنوي لوبډله او سیالۍ نه لرلې د نوي نظام په راتګ سره په درې ولسوالیو خوږیاڼيو، دره نور او ښېوه کې د خوسي درې او تيږې اچوونې څلور لوبډلې جوړې شوې دي، چې د ټولو لوبغاړو شمېر ۶۳ تنو ته رسيږي.
په مرکز او ولسواليو کې د بېلابېلو ورزشي څانګو سيالۍ او ورزشي برنامې:
- والېبال: په ننګرهار ولایت کې د واليبال (۲۷) ټورنمنټونه په ولسوالیو کې او (۹) په مرکز جلال آباد ښار کې ترسره شوي دي، چې ټولټال (۹۰۰) لوبې پکې شوي دي.
- بوکس/ سوک وهنه: په ولسوالیو کې د سوک وهنې ۵ سیالۍ ترسره شوي او په ښار کې ۹ سیالۍ ترسره شوي، چې ۹۰۰ جوړه ورزشکارانو پکې ګډون کړی و. همدارنګه په درې کټګوريو کې منتخبې سیالۍ پر لار اچول شوي دي.
- پهلواني: په ولسوالیو کې د پهلوانۍ ۱۳ سیالۍ ترسره شوي او په مرکز جلال اباد ښار کې ۱۸ چې ۱۲۰۰ جوړو پکې ګډون کړی و.
- تکواندو: په ولسوالیو کې د تکواندو ۹ سیالۍ او په مرکز جلال آباد ښار کې ۱۱ سیالۍ ترسره شوي، چې ۶۰۰ جوړه ورزشکاران پکې ګډون کړی و. همدارنګه د تکواندو منتخبې سیالۍ هم ترسره شوي دي.
- تکواندو ITF: د ITF تکواندو په ولسوالیو کې ۹ سیالۍ او په مرکز کې ۵ سیالۍ ترسره شوي، چې ۴۰۰ جوړه ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
- کاراته: په ولسوالیو کې د کراټې په مختلفو سبکونو کې ۱۳ سیالۍ او په مرکز جلال اباد ښار کې ۷ سیالۍ ترسره شوي دي، چې ۷۰۰ جوړه ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
- فوټبال او فوټسال: په ولسوالیو کې ۱ ټورنمنټ او په مرکز جلال آباد ښار کې د لیګ برتر په شمول ۲۵ ټورنمنټونه ترسره شوي، چې ۵ ولايتي و او په دې برخه کې ټولټال ۷۰۰ لوبې ترسره شوي دي.
- بدن ښکلا: په ولسوالیو کې د ۳ او په مرکز جلال آباد ښار کې ۷ نمایشتات ترسره شوي، چې ۶۸۰ ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
- ووشو: په والسوالیو کې د ووشو سیالۍ ۱۱ او په مرکز جلال آباد ښار کې ۷ سیالۍ ترسره شوي، چې ۲۰۰ جوړه ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
- کیک بوکس: په ولسوالیو کې ۲ سیالۍ او په مرکز جلال اباد ښار کې ۴ سیالۍ ترسره شوي دي، چې ۱۰۰ جوړه ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
- کامپو: په ولسوالیو کې ۹ او په مرکز جلال آباد ښار کې ۱۳ سیالۍ ترسره شوي، چې ۳۰۲ جوړه ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
- ځغاسته: په ولسوالیو کې ۲ سیالۍ او په مرکز جلال آباد ښار کې ۳ سیالۍ ترسره شوي دي، چې پکې ۱۰۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.
- پارکور: په ولسوالیو کې ۱۴ نمایشات او په مرکز کې ۳۰ نمایشات ترسره شوي دي، چې ۵۰۰ ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
- سنوکر: په مرکز جلال اباد کې ۱۴ سیالۍ ترسره شوي دي.
- شطرنج: په مرکز جلال آباد ښار کې ۳۱ سیالۍ ترسره شوي دي.
د ورزش په برخه کې ځينې نورې لاسته راوړنې:
د ورزشي لوبو او فعاليتونو ترڅنګ د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د ورزشکارانو د لوړو زده کړو د ترسراوي په موخه له دوو خصوصي پوهنتونونو سره په ۵۰% سلنه تخفیف تړونونه کړي دي.
همداراز د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري له دانش افغان روغتون سره د ورزشکارانو لپاره د عملیات، ایکسرې او ټول معایناتو لپاره په ۱۰۰% سلنه/ وړیا ډول تړون لاسلیک کړی دی؛ ترڅو ورزشکاران په اسانۍ سره وکولی شي، چې خپل ناروغ پرته له پیسو ورکولو تداوي کړي.
