د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په ښېوه ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۹:۵۳
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په ښېوه ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په ښېوه ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې. د دغو سياليو پايلوبه د کشمنډ سټار او کشمنډ قهرمانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه کشمنډ سټار لوبډلې وکړه

او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۲۹ منډې هدف کېښود، د‌ لوبې په دويمه پاڼۍ کې کشمنډ قهرمانانو لوبډلې د ياد هدف په تعقيب ۷۰ منډې وکړې او په شپږو ویکټو يې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS