د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ کې د ورزشي کلپونو څخه لیدنه وشوه
جمعه ١٠ د مرغومی ١٤٠٠
د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست
د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رییس نوراحمد حبیبي په مشرۍ چې د تکواندو فدراسیون مشر انجینر خالد اکبري د کراټې فدراسیون مشر خان محمد کاکړ او د فني او مسلکي چارو مدیر نظیف الله مومند يي ملتیا کوله د ګردي غوث په کلي د کراټې ورزشکارانو ته د ازموینې وروسته (15) تنو ته تور او شین کمر بندونه تړلو اسناد ورکړل شول.
په یادو پروګرام کې د بیلا بیلو ورزشي رشتو مشرانو هم ګډون کړی وو,
د افغانستان بدني روزنې او المپیک عمومي رییس انجینرصاحب نظر محمد مطمین پیغام يې هم ورزشکارانو ته ورسو.
همدارنګه يې ورزشکاران د ورزش ترڅنګ تعلیم او تربیه ته هم وهڅول.
ترڅنګ يې د اسیا اتل استاد مقبول شاه ګردیوال کلپ څخه هم لیدنه وشوه او نوموړي ته د ډېرو لاسته راوړنو تقدیر نامه ورکړل شوه.
