د نارنج ګل کپ تر عنوان لاندې د بایسکل ځغلونې سیالۍ په کابل کې پیل شوې
د بایسکل ځغلونې ۳۰ لوبغاړي د المپيک ملي کمېټې او ورزش له مخه ښه وروسته ننګرهار ته روان شول.
تمه ده برخه اخیستونکي ورزشکاران به د کروندګرو ترمنځ د بایسکل چلولو ورزش د ودې په موخه له کابل څخه تر ننګرهاره ۱۵۴ کیلومتره او د ولایت له مقام څخه د جلال اباد ښار د رنګ رود تر سرکه پورې ۷۰ کیلومتره مزل وکړي.
دا ورزشکاران د دغه ډول پروګرام په ترسره کیدو خوښ دي او په مرکز او ولایتونو کې یې د نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکوي.
