د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ۱۴۰۱هــ ش کال د ورزشي فعالیتونو راپور
د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د سپورټ د ودې او پرمختګ په برخه کې، تېرو کلونو ته په کتو د پام وړ هڅې کړي او د سپورټ په مختلفو برخو کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.
په دغه ولايت کې په رسمي ټوګه ۲۹ ورزشي څانګې او کلبونه فعاليت کوي، چې د دې ولايت د مختلفو رشتو د ورزشکارانو شمېر تر ۹۸۶۰ تنو پورې رسيږي. د همدغه ولايت ورزشکاران او لوبغاړي په تېر کال کې توانېدلي، چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې په ملي او ټاکنیزو سياليو کې ګډون وکړي.
له سياسي تحول وروسته د هيواد المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رهبري هئيت دوه ځلې یاد ولايت ته سفر کړی او د دې ولايت د بند چک ولسوالۍ او مرکز له ورزشي امکاناتو يې ليدنه کړې ده.
د میدان وردګ ولايت په مرکز او ولسواليو کې ملي انتخابي او هغه لویې سيالۍ، چې په ۱۴۰۱ هـ.ل کال کې ترسره شوې دي:
والیبال:
۱ـ د کوچني اختر په مناسبت، د ۱۴۰۱ کال د غویي پر ۱۴ مه په مرکز، جلریز، نرخ، جغتو، بندچک او سیداباد ولسوالیو کې د والیبال شاندارې سیالۍ ترسره شوې، چې ټولټال پکې (۱۶۸) لوبډلو ګډون کړی و.
همدارنګه په مرکز میدان ښار سلمان پارس لېسه کې د ماین پاکۍ موسيسې په مالي لګښت د څلورو ولایتونو کابل ، ننګرهار، لوګر او میدان وردګ ولایت د (۱۶) لوبډلو ترمنځ د والیبال بهترینې سیالۍ، چې په پایله کې لومړی مقام کابل دویم میدان وردګ ولایت خپل کړ.
ټېپ بال کرکټ:
۲ـ د کوچني اختر په مناسبت په بند چک ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې، چې د کرکټ پر ملي لوبغاړو سربېره پکې د یاد ولایت والي او نورو مينوالو ګډون کړی و.
پهلواني، ووشو، بکسنګ:
۳ـ د پهلوانۍ، ووشو او بکسنګ ولایتي منتخبې لوبډلې سيالۍ، چې پکې (۲۶۰) ورزشکارانو ګډون کړی و.
ورزشي نندارتون:
۴ـ په بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د ۱۴۰۱ هـ.ل کال د چنګاش میاشتې په ۳۰مه نېټه، د بابا غره په لمن کې ورزشي نندارتون او فرهنګي میله، چې پکې د غشې ويشتنې، وزلوبې، پهلوانۍ، فوټبال، واليبال، (ای تي ایف) تکواندو، بکسنګ او قوت الرمي رشتو د ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې او زرګونو د ورزش مینوالو پکې برخه اخیستې وه.
ورزشي جشن:
۵ـ د ا.ا.ا د بريا په مناسبت د نوموړي ولايت په مرکز کې ورزشي جشن ترسره شو .
نېزه وهنه:
۶- په جغتو ولسوالۍ کې د نېزه وهنې سیالۍ، د وردګ بابا مسافر وړونکي شرکت د رییس په مالي لګښت ترسره شوې، چې پکې د پنځو ولایتونو پکتیا، زابل، پکتیکا، غزني او میدان وردګ نېزه وهونکو برخه اخیستې وه، په یادو سیالیو کې زیات شمېر قومي مشرانو ځوانانو ګډون کړی و.
د جمناستیک ملي انتخابي سيالۍ:
۸- د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري، د ۱۴۰۱ هـ،ل کال د کب میاشتې پر ۸مه نېټه، د هیواد په کچه د جمناستیک ملي لوبډلې د غوراوري سیالۍ، چې د ۱۶ ولایتونو څخه پکې ۸۳ لوبغاړو ګډون کړی و، د میدان وردګ ولایت په کوربتوب د څلور ورځو لپاره ترسره شوې.
تکواندو ( آی. ټي. ايف)
۹- د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري، د ۱۴۰۱ هـ،ل کال د کب میاشتې په ۱۴مه نېټه، د هیواد په کچه د ( آی ټي ایف) تکواندو ملي لوبغاړو د غوراوي سیالۍ، چې له ۱۶ ولایتونو څخه پکې ۱۲۳ لوبغاړو ګډون کړی و، د میدان وردګ ولایت په کوربتوب د څلور ورځو لپاره ترسره شوې.
د میدان وردګو ولایت په ولسوالیو کې ۱۱۱ورزشي برنامې ترسره شوې
۱ ـ په سیدا باد ولسوالۍ کې ۲۶ ورزشي برنامې
۲ ـ په جلرېز ولسوالۍکې ۱۹ ورزشي برنامې
۳ـ په بند چک ولسوالۍ کې ۱۷ ورزشي برنامې
۴ـ په جغتو ولسوالۍ کې ۱۲ ورزشي برنامې
۵ـ په بهسود لومړۍ حصه ولسوالۍ کې ۹ ورزشي برنامې
۵ ـ په نرخ ولسوالۍ کې ۱۰ ورزشي برنامې
۷ـ په دایمیر داد ولسوالۍ کې ۹ ورزشي برنامې
۸ـ په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې ۹ ورزشي برنامې
سمینارونه
په دغه ولایت کې د پهلوانۍ، جوجیتسو، قوت الرمي، ووشو، کیک بکسنګ، جمناستیک، تکواندو ITF ، تکواندوwtf، موی تای او د طبما په ریشتو کې سمینارونه ورکړل شوي او د ۵۰۰ شاوخوا ورزشکارانو ترې ګټه اخیستې ده.
د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت ۲ ورزشي جمنازيمونه چې يو باب يې د مخدره موادو وزارت له خوا جوړ او د استفادې وړ دی او بل يې د هيواد د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست له خوا د جوړېدو په حال کې دی، چې اتيا سلنه کارونه يې ترسره شوي دي او همدارنګه په دغه ولایت کې یو ورزشي سټېډيوم هم شتون لري، چې تر اوسه د ښاروالۍ ریاست اړوند دی.
