د موی تای افغان ورزشکارانو د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سپينو زرو او برونزو مډالونه وګټل

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۳۴
د موی تای افغان ورزشکارانو د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سپينو زرو او برونزو مډالونه وګټل

د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سياليو په موی تای برخه کې محمد يوسف جهانګير په ۷۵ کيلو ګرامه وزن کې پرلپسې اندونیزیايي او عربستانی سيالان مات کړل او د سپينو زرو مډال ګټونکی شو.

محمد يوسف جهانګير به نن د سرو زرو مډال په سر د ترکي سيال پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

همدارنګه سيد حميد سادات په ۸۰ کيلو ګرامه وزن کې خپل قزاقستاني سیال ته ماته ورکړه خو د ايراني سيال پر وړاندې يې ماته وخوړه او د برونزو مډال ګټونکی شو.

د اسلامي هېوادونو د پيوستون ۶م پړاو سیالۍ په ۲۳ ورزشي رشتو کې د سعودي عربستان په کوربه‌توب په پلازمېنه ریاض ښار کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو په ګدون د نومبر پر ۷مه پیل شوي او تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۹
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰. . .

BACK TO NEWS