د مشه خیلو لوبډله د لغمان ولایت د باغ میرزا سیمې د والیبال سیالو اتله شوه
د لغمان ولايت مرکز اړوند د باغ ميرزا په سيمه کې دا سیالۍ، چې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش د مشر مجیب الرحمن ''رحماني'' او د باغ میرزا د ځوانانو او قومي مشرانو له خوا پر لاره اچول شوې وې، موخه یې د ځوانانو تر منځ يووالی, اتفاق, یو بل منل او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه وه.
پایلوبې ته د باغ میرزا او مشه خیلو ټيمونو لاره وموندله، چې مشه خیلو لومړی او د باغ میرزا لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د واليبال سیالیو دا ټورنمنټ، چې ۲۲ لوبډلو پکې ګډون درلود يوه اوونۍ یې دوام وکړ.
په پایلوبه کې د بدني روزنې او ورزش د مسوولینو ترڅنګ ګڼ شمېر مینوالو هم ګډون کړی وو.
ګټونکي ټيمونه او غوره لوبغاړي په کپونو او مډالونو ونازول شول.
