د مالیې اونۍ نمانځلو په پار د مویتای سیالۍ
د مالیې اونۍ نمانځلو په پار د مویتای سیالۍ
د مالیې اونۍ د نمانځلو د کابل په سوېلختیځ زون کې د بریا کپ تر نامه لاندې سیالۍ وشوې.
یادې سیالۍ چې دوه ورځې یې دوام وکړ، د عمرونو له مخې په کټګوریو وېشل شوې وي. په یادو کټګوریو کې په بېلابېلو وزنونو کې د لمسیانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ډلې شاملې وې.
د دغو سیالیو موخه د مویتای ورزشکارانو ظرفیت او وړتیا لوړول او د ورزشکارانو ترمنځ نږدېوالی رامینځته یاد شوي دي.
یاده دې وي چې د سيالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.
