د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د ورزش زمینه؛ تازه د والیبال سیالۍ پکې پيل شوي
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د هغه ولایت په ليرې پرتې ولسوالۍ ازره کې د لومړي ځل لپاره د ورزش زمینه مساعده شوې او تازه پکې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ناک اوټ په سيستم د درې ورځو لپاره پیل شوې.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت درې کسیز پلاوي یې ازرې ولسوالۍ ته سفر کړی و ، چې د سفر عمده موخه یې په هغه ولسوالۍ کې د هرې رشتې د لوبغاړو احصایه اخیستل وو. یاد آمریت وايي، چې په دې ولسوالۍ کې یې پر ګڼو ورزشکارانو سپورټي وسایل هم وېشلي دي.
د تللي پلاوي له لوري د ازرې ولسوالۍ په اکبرخېلو لوبغالي کې د ((خزاني جام)) تر نامه لاندې د والیبال یو ټورنمنټ هم جوړ شو، چې د دې ټورنمنټ د پیل لوبه د کڅوالو او منګلو لوبډلو ترمنځ وشوه، په ياده لوبه کې منګلو لوبډلې د ۰-۲ په توپیر ماتې وخوړه.
ویل کیږي، چې د دې سیالیو موخه په لوګر کې د والیبال پراختیا، د لوبغاړو ترمنځ یووالی او له نشه یي توکو د ځوانانو د ذهنونو اړول دي.
