د لوګر اتلانو لوبډله د محمد اغې ولسوالۍ د واليبال سياليو ګټونکې شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۵:۳
د لوګر اتلانو لوبډله د محمد اغې ولسوالۍ د واليبال سياليو ګټونکې شوه

دغه سيالۍ د کب مياشتې پر ۱۹ نېټه د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو تر منځ پيل شوې وې، چې په پای کې تېره ورځ د لوګر اتلانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د دې سياليو په پايلوبه کې د لوګر اتلانو او شاهي کلا لوبډلې له يو بل سره ولوبېدې، چې په پایله کې د لوګر اتلانو لوبډله وتوانېده، چې له ۱/۳ توپير سره مقابلې لوبډلې ته ماته ورکړي او د دې سياليو لومړی مقام وګټي.

په پای کې مقام ګټونکي غوره لوبغاړي د لوګر د بدني روزنې او سپورټ امريت له خوا د ډاليو په ورکولو سره وستايل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS