د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) له مسوولینو سره د افغانستان د المپیک ملي کمیټې او ورزش رهبري پلاوي غونډه.

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۳۰ - ۱۱:۲۴
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) له مسوولینو سره د افغانستان د المپیک ملي کمیټې او ورزش رهبري پلاوي غونډه.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې او د بدني روزنې سرپرست ښاغلي نظر محمد مطمئن د فوټبال د نړیوالې فدراسیون (فیفا) د سکرترجنرال له مرستیال ښاغلي MATTIAS GRAFSTROM او د یاد سازمان له نورو چارواکو سره وکتل.

دواړو لورو په کمپونو کې د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون لوبغاړو د پاتې کېدو پر څرنګوالي، د فوټبال فدراسیون د پخوانیو ستونزو او د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ټاکنو د نه ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د افغانستان فوټبال فدراسیون سره د ورزشکارانو د یونیفورم په برخه کې د خپلو مالي مرستو او همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې دواړو لورو د قطر د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو هم مننه وکړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS