د فوټبال تر ۲۰ کلونو کم عمره ملي لوبډلې تاجکستان ته سیالي بایلوده
د فوټبال تر ۲۰ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ اسیا جام ته د لارموندنې سیالۍ کې خپله دویمه لوبه تاجکستان ته د ۱ – ۴ ګولونو په توپیر بایلوده.
افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه راتلونکې یکشنبه( د وږي ۱۵مه) له بحرین سره وکړي.
افغانستان د دغو سیالیو په D ګروپ کې له اردن، تاجکستان او بحرین سره سیالۍ لري.
یادې سیالۍ د ۴۴ هېوادونو په ګډون د بحرین په کوربهتوب د اګسټ پر ۳۱مه پیل شوي او د سپټیمبر تر ۶مې نېټې به دوام وکړي.
