د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله په کافا سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۲۰:۵۸
د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله په کافا سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

د هیواد د فوټبال تر ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ ( کافا) سیالیو کې د برنزو له مډال او درېیم مقام ګټلو وروسته نن څلور بجې هېواد ته راستنه شوه.

یادې لوبډلې په خپله لومړۍ سیالي کې قرغیزستان هېواد ته د " ۳-۰" ګولونو په توپیر ماتې ورکړه، په دویمه هغه کې یې له تاجکستان څخه د " ۱-۳" ګولونو په توپیر ماتې وخوړه او په درېيمه لوبه کې یې ایران ته د "۱-۲ " ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې په کافا سیالیو کې درېیم مقام وګاټه.

د لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د فوټبال فدراسیون ویاند او په کافا سیالیو کې د برخه وال پلاوي غړي هاشمي وویل:

" لوبغاړو په خورا لوړ مورال لوبه وکړه، د افغانستان لپاره په کافا سیالیو کې دومره پیاوړیو لوبډلو ته ماتې ورکول او درېیم مقام ګټل تاریخ ساز او د افغانستان د فوټبال د راتلونکي لپاره هیله او ښه زېری دی. "

د آسیا مرکز اتلولۍ یا کافا سیالۍ د آګسټ میاشتې په ۲۰ مه د تاجکستان هېواد په کوربتوب پیل او تر ۲۷ مې نېټې یې دوام وکړ.

په دې سیالیو کې افغانستان، قرغيزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS