د فاریاب د بدن ښکلا او فټنس منتخبې لوبډلې ته ۱۷ کسان غوره شول
د فاریاب ولایت د بدن ښکلا فدراسیون له لوري د سپورت امریت په همکارۍ د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فیټنس منتخبه سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې ګڼ شمېر ورزشکارانو او د دې برخې مینوالو ګډون کړی و.
برخه اخیستونکو ورزشکاران د ځوانانو او لویانو په عمري ډلبندیو او بیلابېلو وزنونو کې د یو بل په وړاندې سیالۍ وکړې.
د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د فاریاب د بدن ښکلا د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل وو.
