د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ پيل شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۱:۴۳
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ پيل شوې

دغه سيالۍ دغزني دامید لوبډلې او دغزني د اتحاد ټيمونو په ګډون د شهيد ياسين کريمي په فرهنګي او ورزشي کمپلکس کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست د مشرتابه پلاوي په شتون کې ترسره شوې.

د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ په داسې حال کې د سلګونو نندارچيانو په ګډون کې ترسره کېږي چې د بدنې روزنې او ورزش د عمومي رياست پلاوى د دې ولسوالۍ له ورزشي ډګرونو څخه ليدنه کوي.

د یادونې وړ ده چې د لوبې په پای کې د ورزشي مسوولینو له خوا مډالونه او ډالۍ غوره لوبډلو او مخکښ لوبغارو باندي و ویشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS