د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې تر ١٨ کلنو کم عمره ورزشکارانو د فوټبال جام سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د ورزش امريت په همغږۍ په جاغورو ولسوالۍ د ناوې، پاتو او دهمرده ګلزار کليو تر ١٨ کلنو کم عمره ورشکارانو د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د حوتقول کلي برادران جعفري ميدان کې د يوې مياشتې لپاره د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د د برادران جعفري او جاغوري يونايت لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د جاغوري يونايتد لوبډلې ٦-٢ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د يادولو ده چې دغه سيالۍ د ورځې لخوا کيږي چې پر دوام به يې هره ورځ دوې لوبې کېږي.
