د شينډنډ ولسوالۍ لوبډلې د هرات ولایت د فوټبال جام سياليو اتلولي خپله کړه
د هرات ولایت د ولسوالیو پر کچه د فوټبال جام سیالۍ د شينډنډ ولسوالۍ د فوټبال لوبډلې په لومړي او زنده جان ولسوالۍ لوبډلې په دويم مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
د دې سياليو فاينل ته د شينډنډ او زنده جان ولسوالیو لوبډلو لار ومونده، چې د شينډنډ لوبډلې په "٢-١" سره د زنده جان ولسوالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د يادو سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو په فاينل لوبه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د هرات د ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعيم الحق حقاني، د هرات ښاروالۍ د حکومتولۍ رئیس جاويد مايار، ورزشکارانو او د فوټبال سلګونو مينه وال شتون درلود.
يادې سيالۍ د هرات ولایت د ولسوالیو ١٠ غوره لوبډلو په ګډون دوه میاشتې وړاندې پيل شوې، چې موخه يې په ولسواليو کې د فوټبال ورزش ته وده ، پراختیا، يووالى او د يو بل منل دي.
