د سکي فدراسیون رئیس د اسیا ژمنیو لوبو سیالیو کې د ګډون لپاره چین هیواد ته په سفر ولاړ

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۲۰:۴۶
د سکي فدراسیون رئیس د اسیا ژمنیو لوبو سیالیو کې د ګډون لپاره چین هیواد ته په سفر ولاړ

د اسیا ژمنیو لوبو نهم پړاو سیالیو ته ، چې د چین هېواد په کوربه‌توب به د هربین په ښار کې تر سره شي، د سکي فدراسیون رئیس محمد داوود کارګر په سفر ولاړ او د ورزش ادارې له عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق سره یې مخه ښه وکړه.

د مخه ښې په دې مراسمو کې په لومړي سر کې محمد داود کارګر د یادو سیالیو پر اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او بیا ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې یادې سیالۍ مهمې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې افغان ورزشکاران به په نوموړیو سیالیو کې ښه وځلېږي.

د اسیا ژمنیو لوبو نهم پړاو سیالۍ د روان کال فیبروري میاشتې په اوومه نېټه پیليږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام ولري، چې له ۳۴ اسیایي هېوادونو څخه پکې ۱۲۷۵ ورزشکاران ګډون کوي.

په نوموړیو سیالیو کې د سکي فدراسیون رئیس او درې افغان ورزشکاران د افغانسان په استازولۍ ګډون کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مارجې ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپږم پړاو اختريز جام سيالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک👇

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۲۲:۱۴
Background image

باميان؛ په‌ پنجاب ولسوالۍ کې د تيږې اچونې سيالۍ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د دوديزو لوبو مدیریت له لوري په پنجاب ولسوالۍ کې د ۲۰ کسانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې ناظر، احمد او. . .

BACK TO NEWS