د سوک وهنې څلور کسیزه لوبډله د اسیا په کچه سیالیو کې د ګډون په موخه روسیې هیواد ته روانه شوه
د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بوکسنګ ملي فدراسیون څلور کسیزه لوبډله د اسیا په کچه د سوک وهنې اتم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه د یاد ریاست له رهبري سره تر خدای پامانۍ وروسته روسیې هیواد ته روانه شوه.
د خدای پامانۍ په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې لومړی معاون باور خان هوتک، د یادې کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختر او یو شمېر نورو مسولینو شتون درلود.
د ورزش ادارې رهبري نوموړیو ورزشکارانو ته لازمې لارښونې وکړې، له دوی څخه یې وغوښتل، چې اسلامي او افغاني اصولو ته تل پاملرنه وکړي او هالته د افغانستان ښه استازولي وکړي.
باید یادونه وکړو، چې نوموړې لوبډلې ته د یاد ریاست د دعوت و ارشاد د رئیس مولوي بریال عطایي او د نشراتو د رئیس اتل مشواڼي له خوا په اړوند برخو کې سمینار هم ورکړل شو او په دیني او نشراتي برخه کې لازمې لارښوونې ورته وشوې.
دغه سیالۍ د روسیې هیواد په یاقوتیس ښار کې د اسیا په کچه د نویو ځوانانو سوک وهونکو ترمنځ ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه به پکې مجتبی حیدري په ۴۸ کیلو ، احمد علي ملک زاده په ۵۷ کیلو او فردوس نجیبي په ۷۵ کیلو وزنونو کې له خپلو بهرنیو سیالانو سره سیالۍ ترسره کړي.
هېره دې نه وي چې دغه سيالۍ د جون مياشتې پر ۲۶ مه پيلېږي او د جولای میاشتې تر اومې نېټې پورې به دوام وکړي.
