د سنوکر فدراسیون له لوري د بدني روزنې او ورزش رياست په مسجد کې د قرانکريم ختم وشو

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۳۰
د سنوکر فدراسیون له لوري د بدني روزنې او ورزش رياست په مسجد کې د قرانکريم ختم وشو

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند سنوکر فدراسيون له لوري د ياد رياست په جومات کې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت د قران کريم ختم وشو.

د ختمانې په دغو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د خارجه وزارت د دفتر رييس محب الله وثيق، د دعوت ارشاد رييس داد محمد بريال عطايي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس اتل مشواڼي، امرينو، د سنوکر فدراسيون رهبرۍ او مسولينو، ورزشکارانو او کارمندانو ګډون کړی و.

د دغه ختم په پای کې ګډونوالو ته د روژه ماتي پروګرام هم په پام کې نيول شوی و او ټولو په ګډه روژه ماتی وکړ.

هېره دې نه وي چې د دې مبارک ختم موخه د روژې مبارکې مياشتې د وروستیو لسو ورځو نمانځل وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS