د سنوکر افغان ورزشکار صالح محمد محمدي د عربو اماراتو سيال په ماتولو سره د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووت
افغانستان د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ د شپږ بالونو په حذفي پړاو سياليو کې د عربو متحده اماراتو سيال عيسی علیه الهاشمي ته د ۴ - ۲ نومرو په توپير ماته ورکړه او د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته ووت.
محمدي به راتلونکې سيالۍ کې نن( چهارشنبه، د زمري لومړۍ) د کابل پر مهال ۶:۳۰ بجې د چينايي سيال پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.
دغه سیالۍ د ماسټر او شپږ بالونو په دوه جلا برخو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولۍ له لویانو څخه صالح محمد محمدي او له نویو ځوانانو څخه احمد نعمان نعمان پکې ګډون لري.
یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربتوب په مانامه ښار کې پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.
