د سرپل مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له ۸ کلبونو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوړي جام په نوم د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې الیاس نواب زاده د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او محمد نادر قصاب بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د سرپل ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و.
