د دولت اباد ولسوالۍ د والیبال سیاليو پای لوبه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۵ - ۱۱:۳۹
د دولت اباد ولسوالۍ د والیبال سیاليو پای لوبه

یکشنبه ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۰

د دولت اباد ولسوالۍ د والیبال سیاليو پای لوبه

د بلخ ولایت په دولت اباد والسوالۍ کې د لوبغاړو د هڅونې په موخه د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ چې د لوبغاړ د هڅونې په موخه چمتو شوې وې، په دې سیالیو کې د دولت اباد ولسوالۍ څوارلسو ټېمونو ګډون کړی و چې اووه ورځې يې دوام وکړ.

د دې لوبو پای لوبه کې د امنیه قومندانۍ لوبډلې لومړی او د لیندۍ کلي ټيم دوهم مقام خپل کړ.

دغه راز د سیالیو د پای لوبې په مراسمو کې د دولت اباد ولسوالۍ ولسوال مولوي کمال الدین زاهد، د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي روحاني او د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش مالي او اداري مدیر هم ګډون کړی و.

د پای لوبې د مراسمو په پای کې د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري بریالیو لوبډلو ته مډالونه او ورزشي ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS