د دایکندي په ګیتي ولسوالۍ کې د ځغاستي سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د ورزش امریت له لوري د دې ولایت ګیتي ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د ۳۶ورزشکارانو ترمنځ په ۸۰۰متره واټن کې د خغاستي سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې احمدضیا بیاني لومړی، نورالله حیسني دویم او علي صالحي درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادولو وړ ده چې په دې ولسوالۍ کې ځوانان محلي – دودیزو سیالیو سره زیاته مینه لري چې له څو ورځو راهیسي څو سیمه ییزي سیالۍ ترسره شوې دي.
