د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبې ترسره شوې.

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۸:۳۸
د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبې ترسره شوې.

دخوست ولایت ورزشي امریت اړوند واليبال فدراسیون په چوکاټ کې د صبریو ولسوالۍ اړوند نورۍ کلي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې چې لومړۍ هغه یې د مرکز هارون او علیشېرو ولسوالۍ میاخېل لوبډلو ترمنځ وه، میاخېل لوبډلې دغه لوبه وګټله او دویمه لوبه د نورۍ کلي ابین دیعقوبیو ولسوالۍ او بخت الله باک ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ وه ،چې دغه لوبه بیا د بخت الله لوبډلې په ګټه تمامه شوه.

د والیبال دغه دوستانه لوبې چې لیدلو ته یې د سیمې قومي مشران، ځوانان ورزشکاران او په ګڼ تعداد تماشه کوونکي ورغلي وو، د تراویحو له لمانځه وروسته پیل شوې او تر پېشلمي پورې یې دوام وکړ.

دیادوسیالیو برابروونکي وايي موږ به همېشه په ورته ډول مسابقات دلته جوړوو، تر څومو لوبغاړي او دسیمې ځوانان په ورزش کې بوخت ساتلي وي او له غلطو لارو مو راګرځولي وي.

د یادولو وړ ده چې د خوست ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په ورته ډول د والیبال مسابقات ترسره کیږي چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې له تراویحو وروسته ورزشکاران په ورزش کې بوخت ساتل شوي او هم په دې ولایت کې د پوره امنیت ډاډ څرګندیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS