د جوزجان ولایت د کلبونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د مجاهد کلب په ګټه پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د کلبونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې لس ورځې وړاندې اتو کلبونو د لوبډلو په ګډون د دې ولایت د ورزش امریت په مرسته د فوټبال فدرسیون استازولۍ له لوري پیل شوې وې د مجاهد کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د مجاهد کلب، افغان ګاز اریانا تصدي، شهید شېرزاد کلب، اقچې سېلاب کلب، اقچې ميهن کلب، اقچې نوین خورشید، بابري کلب او جوانان همبستګي لوبډلو برخه لرله.
د یادو سیالیو پایلوبه د مجاهد کلب او افغان ګاز اریانا تصدي لوبډلو ترمنځ شوه، چې د ۳-۰ پایلې سره د مجاهد کلب لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
دغه سیالۍ د ټولنیزو ورزشونو ودې، پراختیا او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې.
