د تکواندو ملي لوبډله له دوو مډالونو سره هیواد ته راستانه شوه
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د ابوظبۍ په کوربتوب د فوجیرا اوپن ۱۱م پړاو نړیوالو سیالیو کې تر ګډون او دوو مډالونو ګټلو وروسته هیواد ته راستنه شوه.
د تکواندو فوجیرا اوپن ۱۱م پړاو نړیوالې سیالۍ د متحده اماراتو په کوربتوب ترسره شوې، چې له ۴۴ هیوادونو څخه پکې ټولټال ۵۷۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
یادو سیالیو کې له افغانستانه د ځوانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې ۸ ورزشارانو ګډون کړی و، چې محسن رضایي او حکمت الله زین پکې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
دا سیالۍ د یوې ورځې په مخه د روان کال د فبرورۍ په څلورمه وشوې، چې افغان برونز ګټونکو تکواندویي ورزشکارانو پکې د فرانسې سهمي سیالیو ته لار پیدا کړه.
