د تخار په درقد ولسوالۍ کې د تيږې اچولو لومړى پړاو سيالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په ښاروالۍ چمن کې د سپورت امریت په همکارۍ د درقد د ځوانانو له لوري د تیږې اچولو دودیزې سیالیو دویم پړاو ترسره شو.
په دې سیالیو کې د ځوانانو او لویانو د کټګوریو ۳۰ تنو ګډون کړی و او موخه یې د ځوانانو ترمنځ د دودیزو لوبه وده وه.
په پای کې ایمل حیدري لومړی، ذکرالله عالمپور دویم او ضیاالدین درېیم مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده چې په تخار ولایت کې د سیمه ییزو او دودیزو لوبو د ودې او تفریح په موخه د جمعې په ورځو کې سیمه ییزې او دودیزې سیالۍ ترسره کیږي.
