د تخار او کندز لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سيالۍ وشوه
د تخار" ارمان" او کندز "پيروزي" لوبډلو ترمنځ د فوټبال ورزش ودې او پراختیا او د ورزشکارانو ترمنځ د همغږۍ په موخه دغه لوبه د کندز ولايت په کوربتوب د دې ولايت په ورزشي سټډيوم کې ترسره شوه.
په دې سيالۍ کې د ورزش مسوولینو سربېره په دغې جذابې او د ليدنې وړ سيالۍ کې تر ٢زرو زياتو ليدونکو شتون درلود چې د دې دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د "٢-٢"پايلې سره مساوي پاى ته ورسېده.
