د بډمنټون دوولسم پړاو ملي انتخابي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۰:۲۸
د بډمنټون دوولسم پړاو ملي انتخابي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

د بډمنټون ملي فدراسیون دوولسم پړاو ملي انتخابي سیالۍ د دوولس ولایتونو د ۱۵۰ ورزشکارانو په ګډون نن د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازیوم کې د پنځو ورځو لپاره پیل شوې. یادې سیالۍ له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې قاري حیات الله رحماني د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ورزشي مشاور، الله محمد اتل مشواڼي د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست ویاند او د نشراتو رئیس، ارشاد الحق د بډمنټون فدراسیون رئیس، سید مبشر اغا د مشورټي بورډ غړي، د تیکا کولتوري ادارې رئیس افضل اردوغان، د سیالیو دایرولو آمر عزیزالرحمن ملنګ او د یادې لوبې مینوالو ګډون کړی و.

یادو مراسمو ته د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست په نماینده ګي اتل مشواڼي خبرې وکړې، نوموړي وویل: " د هیواد موجود امنیت د دې سبب شوی، چې د نورو برخو په څېر د ورزش په برخه کې هم پرمختګونه وشي. د هیواد ورزشي اداره ژمنه ده، چې د ورزش هغو څانګو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، چې تر دې وړاندې ورته توجه نه ده شوې. ښه مثال یې نننۍ سیالۍ دي، چې وروسته له درېوو کلنو څخه یې انتخابي ملي سیالۍ ترسره کیږي. له دې مخکې له نهه کلن ځنډ وروسته د فریزبي سیالۍ ترسره شوې او ډېر ژر به د رګبي انتخابي ملي سیالۍ هم ترسره شي. "

ښاغلي اتل مشواڼي د ملي سپورټ له مشرتابه او مسولینو مننه وکړه، چې یادې سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپروي. همدارنګه یې د ترکیې هیواد د کولتوري ټولنې ( تیکا ) له مسولینو مننه وکړه، چې د بډمنټون فدراسیون له ورزشکارانو سره یې د لباس او وسایلو په برخه کې همکاري کړې وه.

هیله یې څرګنده کړه، چې یادې همکارۍ به نور دوام هم وکړي او پراخې به شي.

ورپسې د بډمنټون فدراسیون سرپرست ارشاد الحق صدیقي خبرې وکړې، په خبرو کې یې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له رهبري، د ملي سپورټ له مشرتابه او د تکیا فرهنګي ټولنې له مسولینو مننه وکړه، چې د یادو سیالیو په برابرولو او ژوندي خپرولو کې یې همکاري کړې ده. همدا شان یې د بډمنټون فدراسیون ټولو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې یاد ورزش ته به پراختیا ورکوي او د ودې لپاره به یې نورې برنامې هم جوړوي.

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ د څلور کټګوریو لویانو، ځوانانو، نویو ځوانانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ ترسره کیږي او پکې له هرات، فراه، سرپل، بلخ، بامیان، غزني، لغمان ننګرهار، بدخشان، لوګر، کابل او پروان ولایتونو څخه ورزشکارانو ګډون کړی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۲۱
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په فلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قاري خبیب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ د ګرشک زلمیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS