د بډمنټون اووه کسيزه ډله په براکس سياليو کې د گډون په موخه روسيې ته روانه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۱:۱۲
د بډمنټون اووه کسيزه ډله په براکس سياليو کې د گډون په موخه روسيې ته روانه شوه

د المپيک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست په همکارۍ د بډمنټون ملي فدراسیون اووه کسيزه ډله د لومړي ځل لپاره په براکس سياليو کې د گډون په موخه روسيې هېواد ته روانه شوه.

په دغو سياليو کې ۱۳ هېوادونه گډون کوي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د خدای په امانۍ په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست د نشراتو او عامه پوهاوي رييس الله محمد اتل مشواڼي، د ياد رياست د دعوت او ارشاد رييس داد محمد بريال عطايي، د بډمنټون فدراسيون رهبري پلاوو او ورزشکارانو گډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د دعوت او ارشاد رييس داد محمد بريال عطايي ورزشکارانو ته ځينې مهمې لارښوونې وکړې، نوموړي وويل: " د ورزشکار لپاره پکار ده چې د ورزش ترڅنگ صفاء نيت ولري، کله چې نيت صفاء وي او د الله تعالی رضاء پکې وي، نو حتما بريا يې په برخه وي او ورزش په عبادت کې شمېرل کېږي."

د ښاغلي عطایي په ټکو: "د دې ترڅنگ ورزشکار بايد په اسلامي لباس سمبال و اوسي، له منکراتو څخه ځان وساتي او د پنځه وخته لمانځه پابند و اوسي" ښاغلي عطايي په خپلو خبرو کې زياته کړه تاسو بايد د اسلامي اخلاقو څخه کار واخلئ تر څو هلته غیر مسلمه خلک له تاسو څخه متاثره شي، همدارنګه ښاغلي عطايي ورزشکارانو ته د مسافرانه لمانځه په هکله معلومات ورکړل او هېله يې څرگنده کړه، چې ډکې منگولې هېواد ته راستنه شئ.

د مراسمو په دوام د نشراتو او عامه پوهاوي رييس اتل مشواڼي وويل: د اسلامي امارت په راتگ سره ورزش له بل هر وخت وده کړې ده، چې تاسو د ډېرو لاسته راوړنو شاهدان ياست او بايد سترگې پرې پټې نه شي او زیاته یې کړه تاسو د يو ملت او نظام استازيتوب کوئ، بايد د دې نظام شعايرو ته درناوی وکړئ او ټول تمرکز مو په خپلو سياليو وکړئ، په ياد ولرئ د هېواد د ورزش اداره تل ستاسو ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د روسیې هېواد په کازان ښار کې د جون په ۱۳مه نيټه شروع کېږي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS