د بنګلدېش په کوربه توب د سنوکر په سیالیو کې دوو افغان ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې
د بنګلدېش هیواد په کوربه توب د سنوکر روانو سیالیو په دویمه ورځ کې دوو افغان ورزشکارانو صالح محمد محمدي او نادر روحاني خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.
صالح محمد محمدي خپلو دوو بنګلدیشي او نیپالي سیالانو او نادر روحاني بیا خپل سریلانکایي سیال ته ماتې ورکړه.
یادې سیالۍ تېره ورځ د بنګلدیش په کوربه توب پیل شوې، چې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې له افغانستان څخه صالح محمد محمدي او نادر روحاني او د یاد فدراسیون فني مرستیال ګډون کړی.
