د بلخ شولګره ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې.
د بلخ په شولګره کې د فوټبال سیالۍ چې د غویي په 20 نېټه پیل د شپږو لوبډلو ترمنځ د لیګ په بڼه پیل شوې وې، پایلوبه یې د احمد الخضرویه لیسې د لوبډلې د لومړي مقام او د د برات لوبډلې په دوهم مقام ګټلو او 4/5 پېنالټي سره پای ته ورسېده
ددې لوبو د پای په مراسمو کې د بلخ د ورزش ریاست مدیر، د بلخ د والیبال فدراسیون مشر احمدالله واعظزاده، ورسره مل پلاوي د شولګرې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و
د بلخ ورزش ریاست عمومي مدیر ددې لوبو موخه په بلخ کې د لوبغاړو هڅونه او د بلخ په سطحه د ورزشکارانو ملاتړ وباله او ددې ډول لوبو پر دوام یې ټينګار وکړ.
په دې سیالیو کې امیرخان له الخضرویه لوبډلې او فهیم له برات لوبډلې څخه د سیالیو غوره لوبډبغاړي وبلل شول. دوی ته د ورزش د ځایي ریاست له لوري ورزشي جامې، مخکښو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ورزشي جامې د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.
