د بشري مرستو مستحق لوبغاړو نوملړ المپیک نړیوالې کمېټې ته ولېږل شو
دوشنبه، لېندۍ ۲۹، ۱۴۰۰
نعيم پرهېز
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د فدراسیونونو د آمریت او المپیک ملي کمېټې د اجرايوي پلاوي تر کنټرول او ارزونې وروسته د المپيک نړیوالې کمېټې او ملګرو ملتونو له لوري د بشري مرستو د مستحق ورزشکارانو نوملړ د المپیک نړیوالې کمېټې ته ولېږل شو.
دا بشري مرستې د المپیک نړیوالې کمېټې له لوري ۲۰۰۰ ورزشکارانو، رهبري غړو او ملي لوبډلو هغه لوبغاړو ته ورکول کېږي چې د دې مرستو مستحقین دي.
د یادونې وړ ده چې دا بشري مرستې به د المپیک نړیوالې کمېټې او شریکانو له لوري د ملګرو ملتونو په همکارۍ اجرا شي، چې په دې مرستو کې یوازې د افغانستان د پارلمپیک کمېټې ۳۲۵ ورزشکاران، روزونکي او رهبري هئت غړي شامل دي چې مستحقیونو ته به مرستې ورکول شي.
