د بدني روزنې او ورزش په عمومي ریاست کې د دعوت او ارشاد اصلاحي پروګرام جوړ شو
دا پروګرام د ورزشي فدراسیونونو د رئیسانو او د ورزشکارانو او د بدني روزنې د کارکوونکو لپاره په ۵۰۰کسیز جمازیوم کې ترسره شو.
په دې پروګرام کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ، د افغانستان د دعوت او ارشاد عمومي رئیس محمد هاشم شهید ورور، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس داد محمد بریال عطایي او د دغه ادارې د نورو برخو رئیسانو ګډون کړی و.
ښاغلي محمد هاشم شهید ورور د خپلو خبرو په ترڅ کې ټول ګډون والو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه مونږ هر یو د مسلمان په صفت دا دنده او مسوولیت لرو تر څو د اسلام سپیڅلي دین د لارښوونو په رنا کې خپل صورت او سیرت برابر کړو.
ورپسې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئيس داد محمد بريال عطايي د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو په هکله توضحات ورکړل او زیاته یې کړه: د الله ج په نصرت سره په دې وتوانېدو چې په ډېره لنده موده کې ټولو ورزشي فدراسیونونو سره اصلاحي غونډې وکړو او ټولو ۵۲ فدراسیونونو ته لازمې سپارښتنې وکړو.
د یادونې وړ ده چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست کارکوونکي او د ورزشي فدراسیونونو غړي د دعوت او ارشاد ریاست څخه خوښ دي او ژمنه کوي چې د خپل اسلامي مسوولیت له مخې به د دعوت ارشاد د سپارښتنو باندې عمل کوي.
