د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د نشراتو اړوند د خالي بستونو ازموینه واخیستل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۹:۵۵
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د نشراتو اړوند د خالي بستونو ازموینه واخیستل شوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست د خالي بستونو ازموینه واخیستل شوه.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یادې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د فتر رییس اسد بری، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي، ورزشي مشاورینو ګلاب الدین خپلواک او محمد یوسف افتخار، د ازموینې ټاکل شوې کمېټې او د ازموینې ګډوانوالو ګډون کړی و.

د نوموړې ازموینې له پیل وړاندې د یادې ادارې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د ازموینې ګډوانو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: د افغانستان د اسلامي امارت هڅه کوي چې په بنسټیزو چارو کار وکړي او په هره اداره او وزارت کې نوې طرحې او پالیسۍ جوړې کړي او ترڅنګ یې د یادو چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره په کار پوه او وړ کسان په دندو وګماري.

نوموړي وویل: دولت غواړي چې په مختلفو ادارو او وزارت خانو کې د دندو لپاره په کار پوه او وړ کسان د ازموینې له لوري وګوماري او دا کړنه په دولتي سیستم کې د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره غوره اقدام دی، پر همدې اساس د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رهبرۍ ترې دې وړاندې هم یاده پروسه مخکې وړې او نن یې هم تاسو شاهدان یاست.

ښاغلي وثیق همداراز د ازموینې د شفافوالي په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د یادې ازموینې پایلې به شفافې او له درغلۍ خالي وي.

د یادونې وړ ده چې د یادې ازموینې لپاره لسګونو کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې په پایله کې د شارت لېست له پروسې وروسته نن ۳۹ کسان څلورو بستونو ته ازموینه ورکړه او پایلې به یې وروسته اعلان شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS