د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د مقام دفتر رئیس د قره باغ د فوټبال لوبغاړو او ځوانانو سره کتنه وکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۹:۴۰
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د مقام دفتر رئیس د قره باغ د فوټبال لوبغاړو او ځوانانو سره کتنه وکړه

د قره باغ ولسوالۍ د فوټبال فدراسیون او ورزشکارانو په استازیتوب ځینو ځوانانو شته ستونزې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د مقام دفتر رئیس او د مالي او اداري چارو سرپرست مولوي محمدالله اخندزاده سره شریکې کړې.

یادې غونډې ته تر مقدماتي خبرو وروسته د ځوانانو په استازولۍ له راغلو ځوانانو انجنیر حجت الله مومیني، انجینر شفیع الله جلال او ډاکټر محمد صابر حکیمي خبرې وکړې. دوی د خپلې سیمې د ورزش په ځانګړي ډول د فوټبال پر لوبې خبرې وکړې او هم یې غوښتنه وکړه، چې د یادې ولسوالۍ د فوټبال لوبو ته ځانګړې پاملرنه وشي، د ورزشي توکو او د لوبو د سپانسر هیله یې هم څرګنده کړه.

محمد الله احساس خوښي وښوده، چې د قره باغ ځوانانو د ورزش په برخه کې پر نه امکاناتو باوجود ښې لاسته راوړنې درلودلې دي، ده یادو ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې خپلو امکاناتو ته په کتو به په بشپړ ډول له دوی څخه ملاتړ کوي، د لوبو زمینه به ورته جوړوي او هم به کوښښ وکړي، چې د ورزشي توکو مرسته ورسره وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS