د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې قومندانۍ په ګډه همغږۍ ورزشي نندارې ترسره شوې
د بدني ورزنې او ورزش عمومي ریاست او کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې قومندانۍ په ګډه همغږۍ د کابل د ۱۵ خصوصي ښوونځیو د ۷۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د نښې ویشتلو او منډې وهنې سیالۍ او یو شمېر ورزشي نندارې ترسره شوې.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني معاون حافظ احمد جان،د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې قومندانۍ عمومي معاون مولوي وزیر رحمان رحماني، د یادې قوماندانۍ مشاور شیخ محمد صابر، د نوموړي ریاست د دفتر رییس او مالي چارو ریاست سرپرست مولوي محمد الله احساس، ورزشي او حقوقي مشاورینو قاري حیات الله رحماني او سید رسول افغاني، د یاد ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند اتل مشواڼي، ورزشي مسولینو او ګڼو ورزشکارانو ګډون کړی و.
په پیل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس الحاج مولوي عبدالودود حقاني ټولو ګډونوالو او ورزشکارانو ته ښه راغلاست ووایه او په ورته برنامو کې یې د ګډون په موخه خوښي څرګنده کړه، ده په خپلو خبرو کې ورزش او ورزشکاران د سولې، ورور ولۍ او اخوت په برخه کې ترټولو اهم وبلل زیاته یې کړه: موږ ژمن یو چې له هر ارګان سره په همغږۍ ورزش ته وده ورکړو او ورزش په پښو و دروو، هغه همداراز زیاته کړه د ټولو ورزشونو مرجع د المپیک ملي کمېټه او سپورټ عمومي ریاست دی او هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې له دغه ریاست سره موازي خپلې چارې مخکې یوسي او خپل سرانه کړنې ترسره کړي. ښاغلي حقاني همداراز له ورزشکارانو سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې قومندانۍ مشارو شیخ محمد صابر خبرې وکړې زیاته یې کړه: ورزش او سیاست بېل ځایونه لري، نه غواړو چې ورزش د سیاست ښکار شي، ده له ورزشي مسولینو او ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې په اخلاص او ښه نیت سره ورزش ته کار وکړي.
هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو او نندارو موخه د کابل په کچه د ښوونځیو ترمنځ ورزش ته وده ورکول وو.
په پای کې د منډې وهنې، نښې ویشتلو، جمناستیک، سکېټ او یو شمېر نورې ورزشي نندارې ترسره شوې او همداراز ورزشکارانو ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
