د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي زده کړیالانو د بدني روزنې او ورزش ریاست له ورزشي اماکنو څخه لیدنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۹:۲۴
د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي زده کړیالانو د بدني روزنې او ورزش ریاست له ورزشي اماکنو څخه لیدنه وکړه

د ښوونې او روزنې پوهنتون د بدني روزنې او ورزشي علومو استادانو او یو شمېر زده کړیالانو د یو علمي سفر په ترڅ کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش له رياست څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې په لومړۍ برخه کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند اتل مشواڼي او د ټولشموله ورزشونو آمر محمد عارف پیمان راغليو زده کړیالانو ته د هېواد د ورزش ادارې د اداري تشکیل، فدراسیونون او د ورزش په برخه کې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د ياد پوهنتون استادانو او زده کړیالانو د باسکټبال فدراسیون رئیس عبيدالله ارغندیوال او د ټولشموله ورزشونو مدير نعمت الله رحیمي په ملتيا د فوټبال فدراسیون له ودانۍ، ورزشي میدانونو، نورو ورزشي فدراسیونونو او ورزشي جمنازیمونو څخه لیدنه وکړه.

د پوهنتون استادانو د هېواد د ورزش ادارې له کارکوونکو څخه مننه وکړه او دغه سفر یې د زده کړیالانو لپاره ګټور وباله.

نوموړي زیاته یې کړه، چې هغه څه چې دوی په نظري زده کړو کې لوستي و، نن يې له نږدې څخه ولیدل.

په ورته وخت کې زده کړیالانو هم د دغه علمي سفر په ترسره کولو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې د هېواد د ورزش اداره د دوی له پوهنتون او پوهنځي سره ښې اړیکې ولري او د عملي کار په برخه کې هم له دوی سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS