د بدني روزنې او سپورت ریاست مرستيال د نادريه لېسې له ورزشي لوبډلو څخه ليدنه وکړه
د هېواد د بدني روزنې او ورزش ریاست مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د نادریه لېسې له ورزشي لوبډلو څخه لیدنه وکړه.
د يادې لېسې مسوولينو د سپورت رياست پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، له هغوى څخه وغوښتل چې د لېسې د ورزشي برخې د تمويل او تجهيز په تړاو همکاري وکړي.
د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د نادریه لېسې له مسوولینو سره د همکارۍ او د نادریه لېسې د فوټسال میدان لپاره يې د مصنوعي چمن د ورکړې ژمنه وکړه.
ښاغلي ځدراڼ وویل: د هېواد د سپورټ رياست هوډ لري چې په ښوونځيو کې د ورزش د ودې لپاره پوره کار وکړي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست په مدارسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د پرمختیايي پروګرامونو په جوړولو کار کوي، ترڅو هلته له شته استعدادونو څخه په بیلابېلو ورزشي برخو کې د بنسټيزو لوبډلو د پیاوړتیا لپاره کار واخیستل شي.
