د بادغیس فوټبال غوره لیګ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پیل شو
د بادغیس ولایت د فوټبال غوره لیګ لومړی فصل د یاد ولایت په ورزشي ډګر کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون سره پیل شو.
د یاد لیګ د پرانېستې په مراسمو کې د ورزش د مسوولينو تر څنګ، د ځایي دولتي ادارو مسوولينو، رسنيو، ورزشکارانو او مينه والو برخه اخيستې وه.
په دې لیګ کې د اتحاد، استقلال، پیروزي، اتفاق، الماس شرق، کوهستان قدس، آزاد ابکمري، ستاره الماس، حماسه او کوهستان لوبډلو ګډون کړی چې درې اوونۍ به د یو بل په وړاندې سیالۍ وکړي.
د یاد لیګ لومړۍ لوبه د اتحاد او ستاره الماس لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ۴/۱ په توپیر د اتحاد لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
