د امربالمعروف وزیر: موږ د ورزشکارانو ټینګ ملاتړ کوو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۸:۵۹
د امربالمعروف وزیر: موږ د ورزشکارانو ټینګ ملاتړ کوو
نعیم پرهېز چهارشنبه، مرغومی ۲۲، ۱۴۰۰ د المپیک ملي کمېټې نن د دوه زره او پنځه سوه ورزشکارانو د غونډې کوربه توب درلود، چې د المپیک ملي کمېټې د رهبري غړو ترڅنګ د امربالمعروف وزارت وزیر شیخ خالد الحنفي، د هیواد د بهرنیو چارو وزیر سياسي مرستیال الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي، مولوي عبدالجبار عمري او د فدراسیونو رئيسانو هم پکې ګډون کړی و. غونډې ته د امربالعمروف او نهي عن المنکر، جلب جذب او سمع شکایات وزیر ښاغلي شیخ خالد الحنفي وویل: د ویاړ ځای دی چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ورزشکارانو په داسې پراخه غونډه کې ګډون کوم او زیاته يې کړه:(( همدا ستاسو پراخ ګډون د دې ښکارندويي کوي چې تاسو څومره پاک او مخلصین خلک یاست)) نوموړي زیاته کړه: دا یو الهي امر دی چې تاسو په ځانونو کې يو ځواک پیدا کړئ، دغه راز ورزش يې د اصحابو کرامو میراث یاد کړ او له ورزشکارانو يې وغوښتل چې د ورزش په برخه کې شرعي اصولو ته پام وکړي. نوموړي همدا راز وویل: ورزشکاران د هيواد سرمایه ګڼل کېږي، د ا.ا. له ورزشکارانو سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی او بشپړه هڅه به کوي چې تاسو ته لازم امکانات برابر کړي. هغه ورشکارانو ته په خطاب کې وویل: له روغې عقیدې سره ورزش کول جهاد دی او تاسو د الله ج بهترین خلک یاست چې د روغې عقیدې ترڅنک يې د ورزش په برخه کې د کار کولو وړتیا هم درکړې. د امربالمعروف وزیر وویل: د بدني روغتیا تر څنګ تر ټولو مهم څه دا دي چې د مسلمان ورزشکار باید عقیده برابر وي او هغوی چې روغتیا او عقیده يې دواړه برابر وي غوره خلک دي. ښاغلي خالد وویل: د مسلمان ځوان لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې اسلامي اصول مراعات کړي، د هغه مطابق ژوند وکړي او له الله جل جلاله سره اړيکه ټينګه کړي چې د همدې اړیکې او باور په اساس به په هر ډګر کې بریالی وي. هغه همدارنګه له ورزشکارانو وغوښتل چې تاسو باید ځانونو په اسلامي عقيده سمبال کړئ تر څو د نړۍ د نورو مسلمانانو لپاره غوره مثال وګرځئ. ښاغلي حنفي وویل، تاسې باید د ورزش پر مهال لمانځه او د عورت ستر ته پوره پام وکړئ. نوموړي ورزش ته په اشارې وویل: چې د اسلام مبارک دين ښځينه وو ته هم د حجاب او اسلامي شعایرو په رڼا کې د ورزش کولو اجازه ورکړې ده او زیاته یې کړه چې زموږ دین د ټولو لپاره نمونه دی، خو هیوادوال مو په تېرو کلونو په يو او بل نوم غولول شوي او معیارونه مو پردي شوي دي. د بهرنیو چارو وزات سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي وویل: افغانستان کې نوره قوم پرستي نه شته او ټول د افغانانو په ډول ژوند کوو. هغه همدارنګه زیاته کړه په جهادي برخه کې مو ځان نړیوالو ته ثابت کړ او اوس به هڅه کوو چې په ورزشي برخه کې هم ځانونه ثابت کړو او د خپل هيواد لپاره ویاړونه راوړو. دغه راز غونډه کې مولوي عبدالجبار عمري هم ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل: که غواړئ چې په دواړو دنیاوو کې بریالي یاست، هرڅوک ځان مسؤل وګڼئ او د اسلامي امارت لپاره د ورزش په برخه کې کار وکړئ. نوموړي زیاته کړه، اخرت کې له هرچا د ځوانۍ پوښتنه کېږي او تاسو به د دې پوښتنې حق ادا کړی وي چې د اسلام لپاره مو د ورزش په برخه کې هڅه کوله. د بدني روزنې او ورزش او المپيک ملي کمېتې رئيس نظر محمد مطمئين ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل: ستاسو یونفورم ته درناوی لرم او په همدې یونفورم کې به له هیواده بهر او دننه بریاوې راوړئ. هغه زیاته کړه: ټولو ورزشکارانو ته ډاډ ورکوم چې دوی ته د عصريې د ورکړې په برخه کې به بشپړ عدالت کېږي او دغه راز د فدراسیونو د رئيسانو د ټاکلو لپاره به منظم انتخابات کېږي. نوموړي همدارنګه وویل: هڅه مو دا ده چې ورزش له ښارونو ولسوالیو او بیا کلیو ته او همدارنګه د افغانستان ګوډ ګوډ ته ورسو. نوموړي د امر بالمعروف له وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي او ملا عبدالجبار عمري مننه وکړه چې دې غونډه کې یې برخه واخیسته. هغه دغه راز په نړیوالو او افغان سوداګرو غږ وکړ چې د ورزش په برخه کې پانګونه او همکاري وکړي او ورزشکاران يې یوالي ته وهڅول او له هغوي يې غوښتنه وکړه چې په خپله برخه کې سالم رقابت وکړي. دغه راز له قدراسیونو یې غوښتنه وکړه چې هڅه دې وکړي ترڅو په خپله برخه کې افغانستان ته ویاړونه راوړي. همدارنګه د همدې غونډې په پای کې د ورزشکارانو له لوري بېلابېلې نندارې ترسره شوې او د نږدې ټولو فدراسینونو له لوري ورزشکاران د لوژ مخې ته په ځانګړي ترتیب تېر شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۲۱:۲۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شبرغان ښار په عید محله کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مېر احمدزي. . .

BACK TO NEWS