د المپیک ملي کمېټې په انګړ کې د قران عظيم شان ختم او د روژه ماتي مراسم ترسره شول

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۸:۳۵
د المپیک ملي کمېټې په انګړ کې د قران عظيم شان ختم او د روژه ماتي مراسم ترسره شول

د المپيک ملي کمېټې په انګړ کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قران عظیم شان ختم او د روژه ماتي مراسم ترسره شول. په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست رهبري غړیو ، د فدراسیونونو رئیسانو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

دغه مراسم د قران عظيم شان په ختمانه پيل او ورپسې مولوي احمدالله وثيق خبرې وکړې هغه وویل: " خوښ يم، چې يو ځل بيا د مغفرت مياشتې په دې مبارکو ورځو کې له تاسو سره د قران عظيم شان په مبارک ختم کې ګډون کوم."

ده يو ځل بيا سږ کال د ورزش په‌ برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال وباله او د ټولو لاسته راوړونو مبارکي يې د افغانستان قدرمن ملت ته په ځانګړي ډول ورزشکارانو ته وړاندې کړه.

ښاغلي وثيق د دغو لاسته راوړنو تر شا د ورزشي فدراسيونونو د مسولينو او ورزشکارانو هڅې وبللې او په راتلونکې کې يې ورته د لا زياتو برياوو غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د يادو مراسمو په پای کې ګډونوالو ته د روژه ماتي ترتیب هم شوی و او ټولو ګډونوالو په ګډه سره روژه ماته کړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۵
Background image

د هرات په کوربتوب د الش او ګورش بین المللي سیالیو د ترسراوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه!

د هرات په کوربتوب د الش او ګورش بین المللي سیالیو د ترسراوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه!


#اعلامیه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۳
Background image

ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۰
Background image

کندز؛ خراسان باسوس لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د فوټبال سيالۍ، چې يوه. . .

BACK TO NEWS