د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست یو پلاوی ایران ته ورسېد

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۷ - ۱۱:۷
د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست یو پلاوی ایران ته ورسېد

د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست له لارښوونې سره سم تېره ورځ د یاد ریاست یو پلاوی ګاونډي هېواد ایران ته ورسېد.

په دغه پلاوي کې د بدني روزنې او ورزش ریاست مالي او حسابي مسوول احمدناصر زاخیلی، د سلاکار بورډ غړی استاد جان‌علم حسیني او د فوټبال فدراسیون سلاکار استاد دین‌محمد صافی شامل دي.

یاد پلاوي ګاونډي هېواد ته د افغان مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو اورېدو او د هغوی د ورزش روان بهیر د ارزولو په موخه سفر کړی دی.

پلاوی ته د امام‌خمیني هوایي ډګر کې د افغان ورزشکارانو له خوا تود هرکلی وشو.

ټاکل شوې ده، چې دغه پلاوی د ایران څو بېلابېلو ولایتونو ته سفر وکړي، چې هلته افغان ورزشکاران مېشت دي. پلاوی به هلته د افغان ورزشکارانو د استازي ټاکلو لپاره ټاکنې وکړي او د هغوی ستونزې او ورزشي بهیر به هېواد کې د ورزش ادارې مشرتابه سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS