د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رهبري په شتون کې د هرات د فوټبال د مرکزي لوبغالي د ګروپونو سیستم فعال شو
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رهبري په شتون کې پرون جمعه، غويي ۲۹ مه، ماښام د هرات ولایت د مرکزي فوټبال لوبغاړي د ګروپونو سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو.
په یادو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس الحاج عبدالودود حقاني، د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجار، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان، د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د دفتر ریاست رئیس او د مالي او اداري ریاست سرپرست محمد الله احساس، ورزشي مشاور ګلاب الدین خپلواک، د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس شاه رسول احراري او شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.
مراسمو ته په وینا کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس ښاغلي حقاني وويل: " خوښ یم، چې د هرات ولایت د فوټبال د لوبغاړي د ګروپونو د سیستم پرانیسته په داسې حال کې کوم، چې زرګونه مینوال لوبغاړي ته راغلي، دا له ورزش په ځانګړي ډول له فوټبال سره د دوی مینه او لېوالتیا ښيي. ورزشکاران په مختلفو سبکونو کې د افغانستان نماینده ګي کوي او تل یې هیواد ته ویاړونه راوړي او افغانستان یې نورو ته ورپېژندلی دی. "
ښاغلي حقاني یو ځل بیا ټولو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې دی او اداره یې ملاتړ کوي او په خپل پوره توان به د ورزش د ودې لپاره کار وکړي. همداراز محترم حقاني وويل، چې د دوی له خوا د فیفا او ګافا ټولو ورزشي اصولو ته خنډ موجود نه دی او د یادو اصولو په پلي کولو کې به له اړوندو مسولینو سره مرسته وکړي.
د مراسمو په بل پړاو کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې او د هرات د صرافانو د لوبډلې تر منځ دوستانه لوبه ترسره شوه، چې له ۱/۲ ګولونو توپیر سره د فوټبال ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د غونډې په پای کې یو شمېر مسولینو، د کلبونو بنسټګرو او د ورزش په برخه کې همکاري کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
باید یادونه وکړو، چې د یادو مراسمو او لوبې لیدو ته تر ۳۰ زرو پورې تماشه چیان راغلي وو.
