د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د تاتارستان د سپورټ وزارت له مرستیال وزیر خلیل سره ولیدل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۹:۵۵
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د تاتارستان د سپورټ وزارت له مرستیال وزیر خلیل سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د تاتارستان هیواد په پلازمېنه کازان کې د یاد هیواد د سپورټ وزارت له مرستیال وزیر خلیل او د تاتارستان هیواد د المپیک کمېټې له مشر منصور مراد سره ولیدل.

په دې لیدنه د دواړو اړخونو له لوري د ورزش په پرمختګ او ورزشي همکاریو خبرې اترې وشوې.

په دې لیدنه کې د تاتارستان جمهوريت د سپورت وزارت مسولينو ژمنه وکړه، چې د افغانستان د ورزشکارانو د ښې ودې او د مربیانو د روزنې په برخه کې به لازمه همکاري وکړي.

همدا راز په دې لیدنه کې دوی زیاته کړه، چې موږ اماده يوو، د افغانستان د ورزش په برخه کې روزونکو ته معياري روزنه ورکړو او د سپورټ د برخې افغان محصلینو ته د کازان په ورزشي پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه مساعده کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS