د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس په خپل کاري دفتر کې د ايران له استازو سره وکتل
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاسا رئيس مولوي عبدالودود حقاني په خپل کاري دفتر کې له ايراني استازو سره په دوستانه ناسته کې وکتل.
په دې ناسته کې چې د المپيک ملي کمېټې په انګړ کې ترسره شوه د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک ملي کمېټې مرستيال باور هوتک، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي رئيس عبدالمومن راد، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي ترڅنګ ايراني استازو پيا ابراهیم پور، سيدحسام رضوي او محسن اسلام زاده حضور درلود.
په پيل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس عبدالودود حقاني راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل؛ زموږ پاليسي له ګاونډیو سره د نېکو اړيکو پر اساس ولاړه ده او له ګاونډيو څخه مو هم د سولې او ارامي په فضا کې د نېکو اړيکو د رغولو غوښتنه ده.
ښاغلي حقاني زياته کړه؛ د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست دروازه د ورزش په برخه کې د ټولو ورزشکارانو لپاره او له ګاونډيانو سره د ښه تعامل پر مخ خلاصه ده. په خبره يې؛ موږ يو پياوړی فني او اداري ټيم لرو چې په هېواد کې د ورزش ټولو اړتیاوو ته ځواب ويونکى دى.
نوموړي همداراز زياته کړه؛ موږ به د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره هر ډول هڅې وکړو او د ايران له اسلامي جمهوریت څخه هم د ورزش د ودې لپاره د ښو او رغنده اړیکو غوښتنه کوو.
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د ايران له اسلامي جمهوریت سره د ورزشي همکاريو په برخه کې د هوکړي درلودلو لپاره چمتووالى وښود، چې د دې ادارې له فني او تخنیکي ټیم سره تر مشورو وروسته به ايراني لوری په جريان کې کړي.
ورپسې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ د ورزش په برخه کې د ايران اسلامي جمهوریت له همکاريو څخه مننه وکړه، په خبره يې؛ اوس مهال د افغانستان د فوټسال لوبډله په مشهد کې د ايراني روزونکو تر څارنې لاندې د لوبو لپاره د چمتووالي په موخه قرنطين ده.
د المپيک ملي کمېټې لومړي مرستیال باور هوتک هم په دې ليدنه کې په ايران کې د افغان مېشتو ورزشکارانو ستونزو، نورو هېوادونو ته د ويزې ترلاسه کولو او همداراز د ايران له لارې د افغان ورزشکارانو د ټرانزيټ ستونزو يادونه وکړه.
په دې ليدنه کې د ايران په استازيتوب پيام ابراهيم پور، سيد حسام رضوي او محسن اسلام زاده خبرې وکړي او لاندې موضوعات يې وړاندې کړل:
دغو استازو وويل؛ د ايران اسلامي جمهوریت د افغانســــــــتان له ورزش سره د لا زياتو همکاريو غوښتونکى دى، ټاکل شوې د ايران د ورزش وزارت مرستیال به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته راشي او له تاسو سره به په دې برخه کې هوکړه هم وکړي، چې په يوه مياشت کې به عملي شي.
ټاکل شوې د ٨زره هغو افغان ورزشکارانو لېست چې په ايران کې تولد شوي او ځينې يې غواړي چې افغانستان ته را ستانه شي چمتو او د افغانستان بدني روزنې او سپورټ په واک کې ورکړي؛ ترڅو هغوى وکولاى شي ازادانه خپل هېواد ته را ستانه او په کورنیو سياليو کې ګډون وکړي.
يادو استازو همداراز وویل؛ د ايران د ورزش وزارت هڅه کوي چې د افغانستان د المپيک ملي کمېټې او د سپورټ عمومي رياست په بين المللي کچه ملاتړ وکړي، ايران غواړي چې د المپيک ملي کمېټې او نړيوالو فدراسیونونو ترمنځ ارتباطي پول و اوسي، په خبره يې؛ په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو ورزشکاران ته به د خپل توان تر حده ټول ورزشي امکانات په واک کې ورکړي.
د ايران هېواد دغو استازو د بدني روزنې او ورزش ریاست رهبري ته د ايران د ورزش وزارت او د المپيک له ملي کمېټې څخه د ليدنې بلنه هم ورکړه.
