د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رهبري د رياست ال. وزراء له سياسي معاون محترم مولوي عبدالکبير سره ليدنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۸:۵۸
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رهبري د رياست ال. وزراء له سياسي معاون محترم مولوي عبدالکبير سره ليدنه وکړه

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رهبري نن د پنجشنبې پر سهار د رياست ال. وزراء له سياسي معاون محترم مولوي عبدالکبير سره ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د دفتر رئیس او د مالي او اداري ریاست سرپرست محمد الله احساس، د المپیک ملي کمېټې اجرایه رئیس داد محمد پاینده اختري او يو شمېر نور د سپورټ ادارې د رهبري غړي شامل وو.

په پيل کې ښاغلي مولوي حقاني خبرې وکړې، نوموړي خوښي وښوده، چې د رياست ال. وزارء له سياسي مرستيال سره يې ټیم ليدنه کوي او هم يې د وخت له ورکولو څخه مننه وکړه. ښاغلي حقاني د خپلو خبرو په جريان کې د هيواد د ورزش په پرمختګ، لاسته راوړنو او پر ځينو ستونزو خبرې وکړې او هم يې د رياست ال . وزارء سياسي مرستيال ته د خپلې ادارې د غړو لنډه معرفي وکړه.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې په نماينده ګۍ د المپيک ملي کمېټې معاون باور هوتګ خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې په نوموړې غونډې کې حضور لري او د خپلې ادارې د ستونزو د اورول چانس ورکول کيږي، هوتک په خپلو خبرو کې وويل، چې په تېرو دوو کلنو کې د افغانستان ورزش ډېر مثبت تغيير کړی، ورزش پراخ شوی او افغانستان شموله شوی دی. ښاغلي هوتک په خپلو خبرو کې مشرانو ته هوډ څرګند کړ، چې په پوره اخلاص به د ورزش برخې ته وده ورکوي او په پياوړي انتخاب او هوډ به په نورو ملکونو کې د افغانستان او خپل نظام په نماينده ګي لوبيږي او هيواد ته به وياړونه راوړي.

درېيم کس د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي رئيس عبدالمومين راد و، چې وينا يې وکړه، نوموړي په خبلو خبرو کې وويل، چې د هيواد ورزش دوه اړخونه لري، داخلي او بهرني، موږ اوس مهال په داخلي برخه کې خورا ښه روان يوو؛ خو په بهرنيو اړيکو کې يوه اندازه ستونزې شته، چې هيله ده، د رهبري په پاملرنې به حل شي. ښاغلي راد همداراز په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان د ورزش لا وده، نورو مالي امکاناتو ته اړتيا لري، هیله ده، چې زموږ مشران ورته نوره توجه هم وکړي.

د رياست ال. وزارء د سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير له خوا د ورزش ادارې رهبري ته پوره ډاډ ورکړل شو، چې د دوی ستونزې يې واورېدې او په حل کې به یې بشپړه او پوره همکاري کوي. همداراز مولوي صاحب زياته کړه، چې تل يې د افغانستان له ورزشي بهير او لاسته راوړنو څارنه او ليدنه کړې او په اينده کې به هم ترې بشپړه ليدنه او څارنه کوي، هغه په خپلو خبرو کې وویل ، چې د افغانستان د ورزس او د یادې برخې د ستونزو د اورېدو لپاره يې تل د دفتر دروازه خلاصه ده او پوره- پوره همکاري به کوي، ترڅو د افغانستان ورزس نوره وده او پرمختګ هم وکړي.

په پای کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له خوا ښاغلي مولوي عبدالکبير ته له ترکيې هيواد څخه د افغان ورزشکارنو راوړی د قهرمانۍ کپ او مډال ډالۍ کړای شو او غونډه ستر رب ته د لاسونو په لپه کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم بایلوده

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ازبکستان ته ته د ٢ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو درېیمه لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS